يوسف ۱۱۱

لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

یقیناً شته ددوی په دی بیان حال کښی لوئ عبرت پوره عقل والولره، نه دی داقرآن خبره دځآن نه جوړه کړی شوی لیکن (نازل کړی شوی دی) دپاره دتصدیق دهغه کتابونو چه مخکښی ددی نه وؤ اودپاره دوضاحت دهرضروری خبری اودپاره دهدایت اودرحمت هغه قوم لره چه ایمان راوړی -

په دی آیت کښی اثبات دصدق دقرآن دی په پنځووجوهاتوسره - اوله وجه داده - چه دا رښتینی واقعه دیوسف علیه السلام او ورونږو دهغه، دلیل دی په صدق دقرآن - اودوهمه وجه داده چه دی تصدیق دی دکتابونومخکنو ځکه چه په هغی کښی هم دا قصه په دی طریقی سره ذکرده - دریمه وجه داده چه په دی کښی بیان دټولوضروری عقیدو او احکامودی اوڅلورمه داچه په دی کښی هدایت دی یعنی بیان دی په دلیلونوسره - اوپنځمه داچه رحمت دی مؤمنانولره یعنی په سبب دایمان سره په دی کتاب رحمتونه د اللّه تعالٰی نازلیږی یامراد درحمت تثبُّت او کلکوالی دی - لکه دسورة العمران په آیت (۸) کښی چه ذکردی (عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ) بعضی دعبروتونونه دادی چه نتیجه دصبرپه مصائیبوکښی سلامتیا او کرامتونه دی اونتیجه د مکرونو اوحسد پښیمانی رسوائي اوذلت دی - اودارنگ هغه ذات چه قادروؤ په راویستلو دیوسف دکوهی نه اوبیا دجیل نه اوبادشاهی ئی ورله ورکړه او ورونړه اوپلارئی ورسره یوځای کړه نوقادر دی چه محمد ﷺ له به هم کامیابی اونصرت ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل