يوسف ۱۱۰

حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ

(پخوانوکافرانوله مهلت ورکړی ؤو) تردی پوری چه ناامیده شورسولان (دایمان راوړلودقوم نه) اوگمان ئی اوکړوچه یقیناً دوئ نه غلطی شوی ده نورابه غی دوئ ته مدد زمونږ پس بچ به کړی شو هغه څوک چه مونږغوښتلواونه شی واپس کیدی عذاب زمونږد قوم مجرمانونه -

په دی آیت کښی تسلی ده رسولانوته په نصرت د اللّه تعالٰی پس دذکرکولوددعوت ددوی اودصدق ددوی په دی آیت کښی دیراحتمالات دی په حَتَّى کښی دادی چه حَتَّى متعلق دی په مَا أَرْسَلْنَا پوری - دوهم داچه متعلق دی په مقدرپوری یعنی راخیٰ نَصرُهُم حتَّیٰ دریم داچه حتیٰ ابتدائیه دی - احتمالات په استیاس کښی دادی: (۱) ناامیدئ ته نزدی شول (۲) ناامیده شول دایمان راوړلودقوم نه - (۳) اوالزام المخاطب بمالایلتزم په طور دمحبت سره - احتمالات په معنیٰ دظنواکښی دادی (۱) په معنیٰ دیقین سره (۲) په معنیٰ دغالب گمان سره (۳) په معنیٰ دخطرات قلبیه یعنی په زړه کښی بی اختیاره تیریدل -
احتمالات په ضمیردظنواکښی: (۱) مکذبینوته راجع دی (۲) تابعداروته راجع دی (۳) دواړوته په یوځای راجع دی (۴) رسولانوته راجع دی -
اوپه نسبت ددی رسولانوته احتمالات: (۱) ظن بی اختیاره راتلل (۲) الزام المخاطب بمالایلتزم په طریقه دمحبت سره (۳) نزدی شو چه گمان ئی کړی وی -
احتمالات په کذبواکښی: (۱) صیغه مجهول مجرد (۲) صیغه معلوم مجرد (۳) مجهول مزید مشدد (۴) معلوم مزید مشدد - زمونږپه قرائت کښی مجهول مخفف دی -
احتمالات په ضمیر دکذبوا مخفف کښی: (۱) مکذبین (۲) تابعداران (۳) دواړه ډلی (۴) رسولان -
احتمالات په نسبت د کذبوا مخفف کښی رسولانوته: (۱) په معنیٰ د غلطئ او سهوه کیدل په طریقه تبلیغ کښی (۲) مخفف په معنیٰ دمشدد دی (۳) کذب دجانب د اللّه تعالٰی نه په احتمالو تیرشوؤسره نوداټول اوه ویش (۲۷) احتمالات شول - خازن وئیلی دی چه ظن په معنیٰ د اختیاری گمان کولو دی اونسبت انبیاؤ علیهم السلام ته اومعنیٰ د كُذِبُوا چه د اللّه تعالٰی دطرف نه کذب وئیلی شوی دی اوخلاف دوعدی کړی شوی دی دا غلطه توجیه ده داسی یوعام مسلمان شخص نه شی کولی نوشان د انبیاء علیهم السلام خو ډیراوچت دی اودا توجیهات چه تیرشول اکثردهغی نه خازن په خپل تفسیرکښی راجمع کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل