وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا أَفَلَا تَعْقِلُونَ
اونه دی لیږلی مونږستانه مخکښی مگرنارینه چه وحی کوله مونږهغوی ته دلویو کلووالونه آیا پس دوئ نه گرځی په ځمکه کښی پس چه اوگوری (دعبرت په نظر) چه څرنگه وو اخری انجام دهغه خلقو چه دوئ نه مخکښی وو او خامخا کور روستنی غوره دی هغه چالره چه تقویٰ لری آیا پس دعقل نه کارنه اخلئ -
په دی آیت کښی جواب دشبهی دمشرکینودی چه هغوی وئیل چه ته رجل ئی نورسول نشی کیدی - حاصل دجواب دادی چه مخکښی رسولان ټول نارینه وو - نه زنانه وی اونه پیریان وو اونه ملائک وو - دا آیت دلیل دی چه زنانه نبیّه نه شی کیدلی او کومو نصوصو چه ذکردمریم او اسیه او ساره راغلی دی چه هغوی سره ملائکو خبری کړی دی نوهغه مستلزم نه دی نبوت لره بلکه کرامات دی اوابن کثیرذکرکړی دی چه په نیزد اهل سنت والجماعت زنانه نبیه نه شی کیدلی بلکه صدیقه کیدلی شی - اودارنگ په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبر ﷺ ته اوتابعدارو دهغه ته په صدق درسول اوپه هلاکولودمنکرینو سره (مِنْ أَهْلِ الْقُرَى) مراد ددی نه لوی آبادی والا دی ځکه چه په دوی کښی عقل او حلم ډیروی په نسبت دبانډی والو (وَلَدَارُ الْآخِرَةِ) دا معطوف دی په پټ عبارت باندی یعنی و انجینا اهل الایمان فی الدنیا (بچ کړل مونږ مؤمنانولره په دنیاکی) -