يوسف ۱۰۸

قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ

ته اووایه دا ځما لار ده چه بلنه کؤم توحید د اللّه تعالٰی ته په دلیل سره زه او څوک چه ځما تابعدار دی اوپاکی ده اللّه تعالٰی لره او زه نه یم دمشرکانو دډلی نه -

په دی آیت کښی تیزی ورکول دی په دعوت باندی اودا علاج دی دپاره ددفع کولودعذاب چه ذکرشو په تیرشوی آیت کښی (أَدْعُو إِلَى اللَّهِ) تفسیردی د (هَذِهِ سَبِيلِي) اوپه (وَمَنِ اتَّبَعَنِي) کښی اشاره ده چه تابعداردنبی هغه څوک دی چه دعوت ورکوی توحید طرف ته (عَلَى بَصِيرَةٍ) اشاره ده علم ددلیلونوته یعنی دعوت په علم سره ضروری دی (وَسُبْحَانَ اللَّهِ) په دی کښی ذکر دعقیدی ددعوت کوؤنکی دی اوابن کثیروئیلی دی چه د سبحان اللّه معنیٰ داده چه شریک او نظیراوولد اووالد او صاحب اووزیر اومشیر ئی نیشته (وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ) دا کلمه دبرائت ده د ټولومشرکانو نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل