أَفَأَمِنُوا أَنْ تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِنْ عَذَابِ اللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
آیا په امن کیدی شی دوئ ددی نه چه راشی په دوئ باندی یوراگیروونکی دعذاب د اللّه تعالٰی نه یابه راشی دوئ ته قیامت ناگاهه اودوئ به نه پوهیږی -
هرکله چه مخکښی آیتونوکښی اعراض او شرک ذکرشو نودا آسباب دعذاب دی - اوپه دی آیت کښی تخویف په عذاب سره ذکرکوی نوداسی شوه چه مخکښی آیتونوکښی سبب ذکرشو اوپه دی آیت کښی مسبب ذکرکوی -