يوسف ۱۰۶

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ

اوایمان نه لری زیات خلق په اللّه تعالٰی باندی مگرحال دا چه شرک هم کوی -

په دی آیت کښی زجردی په گډولو دشرک ایمان سره اودا تفسیرداعراض دی - اومطلب دآیت دادی چه ډیرخلق داسی شته دی چه اقرارکوی چه اللّه تعالٰی خالق او مالک دی اوکله ترینه په مصیبتونوکښی مدد هم غواړی اودعاگانی غواړی اوکله نور عبادتونه هم کوی لیکن سره دهغی دشرک عقیده لری - اودشرک کارونه کوی یعنی د اللّه تعالٰی نه سیوا نورهم کارسازاو مددگارگنړی اوعالم الغیب ئی گنړی اودهغوی نه غائبانه مدد غواړی اودهغوی په نوم باندی نذرونه او منختی کوی - نودا خلق یقیناً مشرکان دی - اودغه ایمان ددوی په وجه دشرک ددوی برباد دی اودا آیت صریح دی چه هرکله د ایمان سره دشرک عقیده گډه شی نوهغه ایمان برباد شی ددی وجی نه په دغه اقرار سره فقط ده ته مؤمن نه شی وئیلی کیدی بلکه مشرک به وی اوابن کثیرلیکلی دی چه په دی عمل کښی ریاء او خپل مټوته مزی تړل اوقسم په غیراللّه باندی هم داخل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل