رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ
ای ربه تاراکړی ده ماته بعضی بادشاهی اوخودلی ده تاماته د حقیقت دخبرو نه ای پیدا کونکیه د آسمانونو او د ځمکی ته کارساز ځما ئی په دنیا او اخرت کښی واخلی مالره د اسلام په حالت کښی اویوځای کړی ما (پس دمرگ نه) دنیکانوسره -
په اختتام دواقعه کښی ذکر ددعا اشاره ده چه یوسف علیه السلام سره دبادشاهئ نه هم اللّه تعالٰی ته عاجزی کوؤنکی محتاج وؤ نود اللّه تعالٰی سره شریک نه شی جوړی دلی، په دی دعا کښی توسل دی په انعام ظاهری د اللّه تعالٰی سره چه بادشاهی ده - اوپه انعام باطنی چه علم دی اوبیا توسُّل دی په اسماؤ د اللّه تعالٰی چه فاطِر او وَلیِ دی (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) مقصود په دی کښی دعا دمرگ نه ده ځکه چه حدیث صحیح کښی د هغی نه منع راغلی ده - بلکه مقصود طلب دبقاء ده په اسلام باندی ترمرگه پوری (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) مقصد په دی کښی یوځای کول دروح دده دی پس دمرگ نه د صالحینو سره په رفیق اعلٰی کښی لکه چه رسول اللّٰه ﷺ په وخت دځنکدن کښی دادعا غوښتلی وه چه (اللّهم الرفیق الأعلٰی) -