يوسف ۱۰۲

ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ

داچه ذکرشوبعضی دخبرونو دغیب نه دی وحی کؤو مونږتاته اونه وی ته ددوئ سره (حاضر) کله چه هغوی پخه وو تدبیرخپل اودوئ‌ مکرونه کول -

ددی ځای نه ترآخر دسورة پوری تتمه ده چه مشتمله ده په شپږو امورو باندی - اول صدق د رسول اللّٰه ﷺ اوتسلی ده هغه ته - دوهم زجرورکول مشرکانوته په اعراض کولو ددلیلونو دتوحید نه اوپه گډولو دشرک دایمان سره اودریم تیزی ورکول په دعوت باندی دپاره ددفع دعذاب - اوڅلورم جواب دسوال دمنکرینو دی - اوپنځم تسلی ورکول پیغمبرته په نصرت د اللّه تعالٰی باندی - اوشپږم بیان دصدق د قرآن دی - په دی (۱۰۲) کښی اثبات دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی په دلیل دعدم حضورد رسول اللّٰه ﷺ د ورونړو دیوسف سره اوسره ددی نه چه خبردهغوی ئی بیان کړی دی پوره پوره په رښتیاسره اودارنگ په سورة العمران آیت (۴۴) کښی اوسورة قصص آیت (۴۶،۴۵،۴۴) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل