يوسف ۱۰۰

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُمْ مِنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ أَنْ نَزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ

اوپورته ئی کړوموراو پلارپه تخت باندی اوټیټ شول ټول هغه ته او اوئیل هغه ای پلاره دا تعبیر دخوب زما دی پخوا ددی نه یقیناً اوگرځوو (خوب زما) زما رب رشتیا اویقیناً احسان ئی کړی دی زما سره کله چه زه ئی راویستلی یم دجیل نه اوتاسوئی راوستلی دبانډونه روستو ددی نه چه فساد اچولی وو شیطان په مینځ ځما او اود رونړوځما کښی یقیناً رب ځما مزیدار تدبیرجوړوی دهغه کارچه اوغواړی یقیناً هغه په هرڅه پوهه اوحکمتونووالادی -

دعرش نه مراد تخت دبادشاه دی چه هغه یوسف علیه السلام ته ورکړی وو (وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا) په دی کښی غوره قول دادی چه داسجده دپاره دسلام وه اوپه طریقه دسرښکته کولو اولاس جوړئی کولوسره - اوداپه مخکنوامتونو کښی په طریقه داکرام کښی جائزوه - اوزمونږپه امت کښی منسوخ شوی ده لکه ابن کثیراوقرطبی اوخازن لیکلی دی په دلیل دصحیح حدیث سره چه نقل دی د انس رضی اللّه عنه نه تپوس اوکړوچه آیا مونږه په وخت دملاقات کښی یوبل ته سرښکته کولی شونو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل (لا) داحدیث په مشکوٰة المصابیح کښی په صفحه (۲۸۳) باندی موجود دی او (خَرُّوا) په دی آیت کښی په معنیٰ د صَارِوْا دی معنیٰ داده چه شول دوی هغه ته سرښکته کوونکی - دوهم قول دادی چه سجده ئی اللّه تعالٰی ته اوکړله دوجی دیوسف علیه السلام نه اودا سجده دشکرده نو یوسف علیه السلام په منزله دقبلی شو - اوسجده کول دموراوپلار هم په امرد اللّه تعالٰی سره وؤ نواعتراض نیشته - بیا یوسف علیه السلام دتکبراوتهمت ددفع کولودپاره اوفرمائیل (هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ) اوتفصیل ئی اوکړو د احساناتود اللّه تعالٰی دپاره داظهاردعجزخپل (لَطِيفٌ) دوه معنی لری یوداچه احسان کوونکی دی دبندگانوسره په داسی طریقه سره چه بنده دهغی گمان هم نه کوی اودوهمه معنیٰ داچه عالم دی په باریکوڅیزونوباندی - او یوسف علیه السلام په دی احساناتوکښی دکوهی نه دراوتلوذکر نه دی کړی دپاره ددی چه ورونړه دهغه شرمنده نه شی روستو دمعافئ کولونه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل