فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ
پس هرکله چه دوی داخل شویوسف علیه السلام ته نوجدائی کړل دځان سره موراوپلارخپل اواوئیل ئی ورننوځئ، مصرته انشاء اللّه په امن سره به ئي -
ددی آیت دولسم مقام دی ترآیت (۱۰۱) پوری په دی کښی ذکرکیږی ملاقات دویعقوب علیه السلام اودټول اهل دیوسف علیه السلام سره - اوذکرکیږی بشارت ورکلو دوئ ټولوته په امن سره - اوصدق دخوب په سجده کولوددوی یوسف علیه السلام ته - بیا اختتام ددی واقعی په دعا دیوسف علیه السلام سره - په دی آیت (۹۹) کښی د أَبَوَيْهِ نه مراد دده موراوپلاردی اوهیڅ صحیح دلیل نیشته په هغه قول دبعضی مفسرینوکښی چه موردده وفات شوی وه اودائی خاله وه - هرکله چه یعقوب علیه السلام سره داهل وعیال نه مصرته روان شو نویوسف علیه السلام دهغوی داستقبال دپاره مصردآبادئ نه بهر لاړو اوهلته ئی دهغوی د ارام دپاره یومجلس جوړکړو - هرکله چه راورسیدل نوموراوپلارئی ځان سره په خاص مجلس کښی کینول اوپس ددی نه ئی هغوی ته اوئیل چه (ادْخُلُوا مِصْرَ) او (إِنْ شَاءَ اللَّهُ) متعلق دی دلفظ آمِنِينَ سره یاداچه لفظ د دخلوا نه مراد دخول دمصردی او (ادْخُلُوا) په معنیٰ د اّسْکُنُوْا دی -