وَجَاءُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ
او (لَږولی) راوړه دهغه په قمیص باندی وینه ددروغوپلاراوئیل بلکه جوړه کړی ده تاسوته ستاسونفسونو څه خبره پس صبرښائسته (ښه دی) اوخاص د اللّه تعالٰی نه مدد غوښتلی شی په مقابله ددغوخبروچه تاسووائی -
په دی آیت کښی ذکردمکرددوی دی په بلی طریقی سره چه دوی یوڅاروی ذبح کړو اودهغه وینه ئی په قمیص دیوسف علیه السلام اولږوله لیکن قمیص ئی شلولی نه وو نوپه دی وجه یعقوب علیه السلام په خپل فراست سره پوهه شو چه که یوسف علیه السلام شرمخ خوړلی وی نوقمیص به ئی ورله شلولی وی نوځکه ئی اوفرمایل (بَلْ سَوَّلَتْ الخ) (فَصَبْرٌ جَمِيلٌ) صبرجمیل دی ته وائی چه په وخت مصیبت کښی مخلوق ته شکایت نه کوی - تضرُّع او عاجزی کوی اودا دلیل دی په دی خبره چه صبرکول په مصیبتونو سنت دی دټول انبیاؤ علیهم السلام (وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ) دارددی په شرک فی الاستعانت باندی یعنی د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چانه مدد غوښتل دپاره دمصیبت لری کولو یاحاجت پوره کولو شرک دی - اودارنگ په سورة انبیاء (۱۱۲) کښی ذکردی اومبتدا او خبر دواړه مفرفی دی دلالت کوی په حصرباندی -