يوسف ۱۷

قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ

دوی اوئیل ای پلاره زمونږ یقیناً مونږتلی وو منډی مووهلی اوپریخودلی وو مونږیوسف لره دخپل سامان سره پس اخوړوده لره شرمخ اوته زمونږپه خبره باور نه کوی اگرچه مونږرشتیاوایو -

په دی آیت کښی تسلی ورکول ددوی دی پلارخپل ته په دروغو بهانوسره (نَسْتَبِقُ) دلالت کوی به جواز داستباق په شرع کښی چه هغه داسونودی یاداوښانویاپه خپوباندی وی اوپه غشوویشتلوکښی هم استباق په حدیث کښی وارد دی - په هغه شرطونوسره چه په حدیث کښی ذکردی اومراد استباق نه په دی ځای کښی مقابله کول دی په تیزه منډه وهلو کښی (مَتَاعِنَا) یعنی په وخت دلوبوکولو اواستباق کولوکښی زیاتی جامی اویستلی شی اویوځای کښی کیخودلی شی نودغه متاع مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل