وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ
اوراغلل دوی پلارته دماښام په تیاره کښی ژړائی کوله -
په دی آیت کښی بیان دبل مکرددوی دی دپلارسره په دووطریقوباندی اول په ناوخته راتللوددوی په نسبت دنورو ورځو ددی دپاره چه په تیاره کښی ددروغو ژړا پته اونه لږی اوچه پلارته معلومه شی چه دوی ددی واقعی دوجی نه بی وخته کړی دی اودوهم په دروغه ژړا کول اوعلماؤ وئیلی دی چه دآ آیت دلیل دی په دی خبره چه ژړا دیوکس دیو کس دلیل نه وی دهغه په صداقت باندی کیدی شی چه داژړا دمکروی ځکه چه ژړا لس قسمه ده اوابن قیم رحمة اللّٰه علیه په زادالمعاد صفحه (۱۸۴) کښی ذکرکړی دی چه اول قسم ژړا درحمت او نرمئ دزړه، دوهم قسم ژړا دویری اودخشیت دوجی نه، دریم قسم ژړا دمحبت اودشوق دوجی نه، څلورم قسم ژړا دخوشحالئ دوجی نه، پنځم قسم ژړا دفریاد دوجی ددرد اومرض نه، شپږم قسم ژړا دحزن او دغم دوجی نه، اووم قسم ژړا دبزدلئ او کمزوروالی دزړه نه، اتم قسم ژړا دمنافقت اودریا چه چه سترگوکښی اوښکی راځی اوزړه ئی سخت وی اوخلقوته دځان نه خشوع ښکاره کوی، نهم قسم داجرت او دمزدرئ ژړا لکه ژړا دویرگرو او لسم قسم ژړا دموافقت دوجی نه چه څوک اوینی چه هغه ژاړی نودی هم ورسره اوژاړی اوسبب ورته نه وی معلوم -