فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
پس هرکله چه دوئ هغه لره بوتلو اوپخه اراده ئی اوکړه چه واچوی هغه په ډډ دکچه کوهی کښی اووحی اوکړه مونږهغه ته خامخا خبربه کړی دوی ته (یوورځ) ددوئ ددی کار او دوئ نه پوهیدل -
په دی آیت کښی ذکردی داتفاق کولو درونړو دیوسف علیه السلام په غورځولو دهغه په کوهی کښی - نودادلیل دی په دی خبره چه په کولو دډیرکسانوسره گناه کول نه جائزکیږی (فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ) دشرط جزا محذوف ده یعنی فعلوابِهِ مافعلوا (اوکړه دوی هغه سره هغه څه چه اوکړل ئی) اومفسرینو ذکرکړی دی چه په غارکښی دری ورځی وؤ (وَأَوْحَيْنَا) مراد دوحی نه وحی ده دنبوت نه مخکښی اودی ته اِرهَاص وائی یا داوحی حقیقةً وه اودا غوره قول دی (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ) په دی کښی دوه تفسیره دی - اول تفسیردادی چه دارونړه نه پوهیدل په وحی دیوسف علیه السلام اوپه لوی والی دمرتبی دهغه دوهم تفسیردادی چه به نه پیژنی یوسف لره کله چه هغوی له خبرورکوی په مکرونوددوی -