قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ
اوئیل دوئ که چیری اوخوړو دی شرمخ اوحال داچه مونږپوره ډله یو یقیناً مونږبه دغه وخت تاوانیان یو -
په دی آیت کښی تاکید کول دی د رونړو دیوسف علیه السلام په باره دحفاظت دهغه کښی اودا جواب دی د دوهم قول دیعقوب علیه السلام اوداول قول جواب ئی ځکه اونه کړو چه هغه سبب دحسد او غصی ددوی وو (عُصْبَةٌ) کلک جماعت ته وئیلی شی چه کم از کم لس کسان وی اودوی هم سیوا دبنیامین نه لس وؤ (لَخَاسِرُونَ) کښی اشاره ده چه مونږ گډی بیزی په صحراکښی سَروو اوشرمخان نه شو دفع کولی نوبیا خوبه ډیرتاوان والاشو خوداسی نه ده رور نه خامخا ضرر دفع کولی شو -