وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلَامٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ
اوراغله یوه قافله پس دوی اولیږو مشکی خپل پس زوړنده کړه هغه خپله بوقه نووی وئیل (ای ملگرو) په ستاسوباندی زیری دی داخویوغلام دی اوپټ ئی اوساتلو دتجارت په خیال او اللّه تعالٰی ددوی په عملونوښه پوهه وو -
ددی آیت نه دوهم مقام دی تر آیت (۲۱) پوری په دی کښی ذکردنورو مکرونو اوظلمونو د هغوی دی دیوسف علیه السلام په غلام جوړولو اوپه خرڅولودهغه سره لیکن ددی ابتلاء سره ذکر داحسان د اللّه تعالٰی دی په عزت ورکولوسره یوسف علیه السلام ته په کوردعزیردمصرکښی اوپه تمکین سره دی ځمکه کښی، په دی آیت (۱۹) کښی ذکر دسبب دراوتلو دی دیوسف علیه السلام دکوهی نه اوابتلاء ده دیوسف علیه السلام په غلام گرځولوسره (سَيَّارَةٌ) قافله چه د مدین نه مصرطرف ته روانه وه وَارِدَ یوتن وؤ یاپه معنیٰ دجنس دی وارِد هغه شخص وی چه ملگرو دپاره اوبه راوړی (قَالَ) ددی نه مخکښی لفظ پټ دی - (فتثبّتَ بِهِ یُوسُف) اونختلوپه هغه رسئ پوری یوسف (يَا بُشْرَى) اصل معنیٰ داده چه ای خوشحالئ راشه دادوخت دی - بل قول دادی چه بشرٰی دهغه دملگری نوم وؤ (هَذَا غُلَامٌ ) داقول په عادت دتاجرانوسره دی چه هغوی کوم څیزامومی نودتجارت دپاره ئی استعمالوی (وَأَسَرُّوهُ) په دی کښی دوه تفسیره دی - اول داچه پټ اوساتو رونږو دی یوسف علیه السلام حال دیوسف علیه السلام لره اووی گرځوؤ هغه لره مال دتجارت دوهم داچه پټ کړو یوسف علیه السلام لره مشکی اوملگرودهغه دنوروکسانونه دپار دگټی کولو -