قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ
دوی اوئیل ای پلاره زمونږ څه وجه ده چه ته په مونږباندی اعتبارنه کوی په باره دیوسف کښی اویقیناً مونږ دده خامخا خیرخواه یو -
په دی آیت کښی بیان دمکرددوی دی دپلارمخامخ او (وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ) دلالت کوی په دی خبره چه دوی یقیناً دروغژن وو - ددی وجی نه ئی زیات تاکیدونه کول دادلیل دی چه حسد انسان لره په دروغووئیلو آماده کوی ابن اسحاق وئيلی دی چه ددوی داکارپه ډیروگناهونوباندی مشتمل وؤ - صله رحمی قطع کول، نافرمانی دموراوپلار، په وړوکی شفقت نه کول، په امانت کښی غدرکول، دعهد نه خلاف کول، دروغ وئیل اوداټول دحسد نتیجه وه -