قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ
اوئیل یوویونکی ددوی نه مه وژنئ یوسف لره اوواچوئ په ډډه د کچه کوهی کښی اوبه مومی بعضی قافلی والا که تاسو داسی کوونکی ئی (نواوکړئ) -
په دی آیت کښی ذکرکړی ده رائی دمشررور دیوسف علیه السلام چه قتل کول ډیرظلم دی اوبل ملک ته بوتلل گران کار دی نوفیصله ئی اوکړه په دریمه خبره چه دلاری په غاړه په یوکوهی کښی ئی داسی اوغورځوئ چه مړنه شی اوواپس هم نشی راوتلی اویوقافلی والائی ځان سره بوځی (الْجُبِّ) کچه کوهی ته وائی او (غَيَابَتِ) ډډکمرته وائی - (غیابة) هرپټ ځای ته وئیلی شی مراد ددی نه دادی چه په اوبوسره دکوهی په ویخ کښی کمراوخوړلی شی اوډډ جوړشی چه دنظرنه پټ وی اوداوبونه بره وی - (يَلْتَقِطْهُ) دلالت کوی په مسائلودلقیط اودلقطه باندی چه دهغی تفصیل په کتابونودحدیث او دفقهی کښی موجوددی دادلیل دی چه حسد انسان لره په تکلیف کولو خپل رور ته آماده کوی -