يوسف ۹

اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِنْ بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ

اووژنئ یوسف علیه السلام لره یائی اوغورځوئ یوملک ته نوخالی به شی تاسوته مخه دپلار ستاسو اوشئ به ددی نه روستو دنیکان خلق (توبه به اوکړئ) -

په دی آیت کښی ذکردمشوری درونړودیوسف علیه السلام دی دپاره دروکولو دیوسف علیه السلام دپاره ددی چه حاصل کړی دوی مینه اوتوجه دپلارخپل - په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په باطلی طریقی سره جائزڅیزحاصلول غلط کار دی دوهم دلیل په دی خبره چه گناه کول په دی ارادی سره چه روستوبه توبه اوباسم ناجائزدی (وَجْهُ) په معنیٰ دتوجه دی یاپه معنیٰ دذات دی (بَعْدِهِ) ضمیرقتل او طرح (غورځول) ته راجع دی - دادلیل دی چه حسد انسان لره په قتل دبل انسان اودهغه په روکولو باندی اماده کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل