يوسف ۸

إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ

هرکله چه دوی اوئیل ضرور یوسف اودهغه خپل رور زیات خوښ دی ځمونږپلارته ځمونږنه اوحال داچه مونږ پوره ډله یو یقیناً زمونږپلارپه سادگئ ښکاره کښی دی -

ددی آیت نه قصه دیوسف علیه السلام شروع کیږی اوهغه په دولس مقاماتو تقسیم ده اول مقام تر (۱۸) پوری دی، په دی مقام کښی ذکرکیږی مکرونه کول دځامنو دپلارسره په باره دیوسف علیه السلام کښی په پنځوطریقوسره - اول غائبانه مشوره کول، دوهم دپلارمخامخ دمکرخبری کول، دریم په کوهی کښی غورځول، څلورم په دورغه ژړا کول اوپنځم په قمیص په دروغه وینه لږول اوپه دی ټولو کښی ابتلاء ده په یعقوب علیه السلام اوپه یوسف علیه السلام باندی ، په دی (۸) آیت کښی طعن کول دځامنودی په یعقوب علیه السلام باندی په زیات محبت کولو دیوسف علیه السلام اوهغه رورسره اوحکم کول دی په پلارباندی دیقینی غلطی - اودادواړه گناهونه کبیره دی - زیات محبت دیعقوب علیه السلام دیوسف علیه السلام سره دوجی دهغه خوب نه وو چه هغی دلالت کوودیوسف علیه السلام په کمال باندی - اومراد دضلال نه ضلال ددین نه دی ځکه چه نبی ته ددینی گمراهی نسبت کول کفروی لکه قرطبی او مدارک لیکلی دی - بلکه مراد ددی نه غلطی دتدبیر او سادگئ ده - اودا تفسیرقرطبی ذکرکړی دی - په دی آیت کښی دلیل دی چه حسد انسان لره دپلارپه بی عزتئ کولو اماده کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل