لَقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ
په تحقیق شته په قصه دیوسف علیه السلام او د رونړو دهغه کښی عبرتونه دی دتپوس کوونکودپاره -
په دی آیت کښی اشاره ده هغه فائدوته چه موجود دی په واقعه دیوسف علیه السلام کښی په (آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ) کښی دوه تفسیره دی اول تفسیردادی چه مراد د سائلین نه دمکی مشرکان دی ځکه چه هغوی د رسول اللّٰه ﷺ نه تپوس کړی وو په خودنه دیهودیانو سره چه د بنی اسرائیلو اصلی وطن شام وو نود موسیٰ علیه السلام په وخت کښی په مصرکښی څنگه اوسیدل؟ نوحاصل دجواب دادی څنگه چه رونړو دیوسف علیه السلام دحسد وجی نه یوسف علیه السلام د ملک نه اویستو اوپه کوهی کښی دری ورځی پاتی شو اوبیا بادشاهئ ته ورسید اوبیا رونړوتری معافی اوغوښته او هغه اوفرمائیل چه (لاتثریب علکیم الیوم) اودوی به هغه تابع شی - اوهم دغسی په فتح مکه کښی اوشول - دوهم تفسیردادی چه مراد دسائلین نه هغه خلق دی چه تحقیق کوی په واقعه دیوسف علیه السلام کښی اودهغی نه عبرتونه او حکمتونه اوډیری مسئلی راوباسی -