وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
اودغسی غوره به کړی تالره ستارب اوبه ښائی تاته حقیقت دخبرو اوپوره به کړی خپل احسان په تاباندی اوپه اولاد دیعقوب علیه السلام باندی لکه چه پوره کړی دی احسان ستاپه نیکونو ددی نه مخکښی چه ابراهیم علیه السلام او اسحاق علیه السلام وو یقیناً ستا رب په هرڅه پوهه او حکمت والادی -
په دی کښی تسلی ورکول دی دیعقوب علیه السلام یوسف علیه السلام ته په دری څیزونو سره - اول اجتباء اومراد په اجتباء سره غوره کول دیوتن دی دپاره دلویوکارونو چه هغه دعوت دتوحید دی اوصبردی په تکالیفو - دوهم څیزتعلیم دی دتاویل الاحادیث - په تاویل الاحادیث کښی دوه تفسیره دی اول داچه مراد ددی نه تعبییر دخوبونودی دوهم داچه مراد ددی نه دلیلونه دتوحید اوواقعات دامتونو مخکنو دی، اودریم څیزاتمام نعمت دی اومراد ددی وحی اونبوت دی اومراد په ال یعقوب سره بنی اسرائیل دی ځکه چه په هغوی کښی ډیرپیغمبران رالیږلی شوی دی (وَكَذَلِكَ) کاف دپاره دتشبیه دی اومشبه بهِ دغه خوب دی چه بیان شو یاکاف په معنیٰ دلام تعلیلیه سره دی (أَبَوَيْكَ) دادلیل دی چه اب په نیکونوباندی اطلاق کیږی یوسف بن یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم علیهم السلام -