قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ
اوئیل هغه ای بچیه مه بیانوه داخوب دی رونړوته پس څه چل به جوړکړی ستادضرر دپاره چل یقیناً شیطان دانسان دپاره دشمن ښکاره دی -
په دی آیت کښی ادب خودل دی یوسف علیه السلام ته په باره دخوب دهغه کښی چه دا خوب پټ اوساته - اوپه دی کښی اشاره ده دی ته چه یعقوب علیه السلام په تعبیرددی خوب باندی پوهه شوی وو - اوپه دی آیت کښی ډیری فائدی دی -
اوله فائده داده- چه بعضی خوبونه پټ ساتل په کاردی -
دوهمه فائده داده - چه په هرمسلمان باندی لازم دی چه خپل مسلمان رور له تنبه ورکړی دپاره دځان بچ کولو دضرر نه -
دریمه فائده - کله چه انسان نه ویره کیدی شی په باره دیوضرر کښی نودهغی ذکرکول بل چاته جائز دی اودا غیبت نه دی ځکه چه په دی کښی مقصود بالذات توهین دهغه سړی نه دی بلکه تنبیه نوروته مقصد دی -
څلورمه فائده - چه رونړه دیوسف علیه السلام انبیاء نه وو ځکه چه حسد کول او مکرونه کول کبیره گناهونه دی - اوانبیاء علیه السلام دگناهونونه پاک وی او په دی باندی تفسیرابن کثیراو تفسیرقرطبی تصریح کړی ده -