إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ
هرکله چه اوئیل یوسف علیه السلام خپل پلارته ای پلاره ځما یقیناً ما اولیدل (په خوب کښی) یوولس ستوری اونمراوسپوږمئ اومی لیدل دوئ ماته ښکته کیدونکی -
په دی آیت کښی ذکر دخوب لیدلو دیوسف علیه السلام دی چه هغه سبب دروستو واقعو اوگرځیدو - دا آیت دوه کرته استعمال دی اول متعلق دی دذات دستورو سره اودوهم متعلق دهغوی د حال سره - په یوولس ستورو کښی اشاره ده رونړو دیوسف علیه السلام ته ځکه چه ستوری کښی رنړا کمه وی - نودارنگی په دوی کښی پس دتوبی ویستلونه لږنوردهدایت راغلی وو - اوپه (شمس) کښی اشاره ده پلارته لکه څنگه چه رنړا دشمس کامله وی نودغه رنگه نوردنبوت کامل دی اوپه قمرکښی اشاره ده مور دیوسف علیه السلام ته لکه چه رنړا دسپوږمئ درمیانه وی نودغه رنگ نور دولایت د مور د یوسف علیه السلام درمیانه وو - اوبعضو علماؤ برعکس وئیلی دی ځکه چه شمس مؤنث دی اوقمر مذکردی لیکن دلته اعتبار په باره درنړا سره دی نه په اعتبار دالفاظو سره نواول قول غوره دی -