يوسف ۱۲

أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ

دی پریږده مونږسره صبا چه اوخوری اولوبی اوکړی اویقیناً مونږدده خامخا څوکئ کوونکی یو -

په دی آیت کښی طلب کول ددوی دی یوسف علیه السلام لره دپلارنه دپاره ددی چه صحراء ته ئی بوځی او (يَلْعَبْ) کښی اشاره ده چه مباح لوبی کول په شرع کښی جائز دی - اوپه دی کښی ددوی حیله ذکرده چه په هغی سره خپل مقصد حاصل کړی (وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) داهم دروغ وائی اووعده کوی په نیت دغدر سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل