بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ
الٓرٰ ، د آیتونه دداسی کتاب دی چه صفا صفا بیان کوی -
ربط: د سورة یوسف دسورة هود سره دادی چه په سورة هود کښی ذکر دمصیبتونو دپردو خلقودطرف نه په دعوت کوونکی دتوحید باندی وو اوپه دی سورة کښی ذکردمصیبتونو دی د رونړو دطرف نه په داعی دتوحید باندی، دوهم ربط دادی چه دا سورة تفصیل او تفسیردی داخری آیت دسورة هود -
ددی سورة دری دعوی دی، اوله دعویٰ داچه ثابتول دتوحید دی په پنځوطریقوسره اوله طریقه ردد شرک په علم کښی یعنی چه یعقوب علیه السلام عالم نه وو دځامنوپه مکرونو اونه په حال د یوسف علیه السلام په کوهی کښی اونه په جیل کښی، اونه په حال دعزت اواقتدارکښی د (۸) نه تر(۱۱) پوری او (۱۵) او (۸۷) کښی ، دوهمه طریقه رد دشرک دی په تصرف کښی چه یعقوب علیه السلام هیڅ ضرر نه شو دفع کولی نه د یوسف علیه السلام نه او نه د نوروځامنونه (۱۰۱،۶۷،۴۰،۳۹،۲۱،۱۸) او دریمه طریقه رد دشرک دی په بندگئ کښی (۴۰) اوڅلورمه طریقه رد دی په ټولو اقسامودشرک باندی (۱۰۸،۱۰۶) اوپنځمه طریقه ذکر د پنځلس اسماءِ حسنیٰ د اللّه تعالٰی دی -
ریښتینوالی درسول ثابتول دی په ددوطریقوسره - اوله طریقه په ذکردوحی سره دی نبی ﷺ ته (۳) کښی - دوهمه طریقه، چه دا نبی ﷺ حاض ناظرنه وو (۱۰۲) کښی -
تسلی ورکول دی رسول اللّٰه ﷺ ته په بیان دصبر دیعقوب علیه السلام او دیوسف علیه السلام په تفصیل ددی واقعی سره اوپه آیت (۱۱۰) کښی هم -
په دی سورة کښی تر (۷) پوری تمهید دی اوبیا ذکر ددولس مقاماتو دو اقعی د یوسف علیه السلام دی - اوپه آخرکښی ذکر دشپږو خبرو دی -
تفصیل دخلاصی دادی: تهمید تراووم آیت پوری دی اول ریښتینوالی دقرآن دپاره دترغیب (۲،۱) کښی دوهم ذکر دصدق درسول (۳) کښی اودریم ذکر دسبب د واقعی دیوسف علیه السلام دی چه هغه خوب لیدل دهغه دی اودهغی ادب او دهغی نتیجی ذکرکول دی په (۶،۵،۴) کښی -
په دی آیت کښی بیان دصدق د کتاب اللّه دی اومراد په (الْمُبِينِ) سره دادی چه په خپله هم واضح دی او وضاحت کوونکی دی دحق او دباطل او تِلْكَ کښی اشاره ده دی سورة ته -