هود ۱۲۳

وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

اوخاص اللّه تعالٰی لره دی (علم او اختیار) دپټوڅیزونو دآسمانونو او دځمکی اوخاص هغه ته گرځولی به شی کارونه ټول پس بندگی کوه خاص د اللّه تعالٰی اوځان سپاره په هغه باندی اونه دی ستارب غافل دهغه عملونو چه کوئ ئی تاسو -

په دی آیت کښی اعاده دمقاصدو ددی سوره ده په اول دواړو جملوکښی رد دشرک فی العلم اوشرک فی التصرف دی په دریمه جمله کښی رد دشرک فی العبادت دی په څلورمه جمله کښی تشجیع ده اوپه پنځمه جمله کښی تسلی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل