يوسف ۲

إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

یقیناً نازل کړی دی مونږ داکتاب قرآن په واضحه ژبه دپاره ددی چه تاسوپوهه شئ -

په دی آیت کښی هم صدق دقرآن دی په دریوطریقوسره اول داچه اللّه تعالٰی نازل کړی دی دوهم داچه جمع کړی شوی دی ځکه چه قرآن مجموع ته وائی اودلوستلودپاره دی او دریم داچه واضح بیان والادی ځکه چه عربی په اصل کښی واضح ته وائی اوپه دی آیت کښی ذکردفائدی دانزال دقرآن دی په (لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ) سره - مراد ددی دادی چه ځان پوهه کړئ په حقانیت دقرآن اوپه معانی دده اوپه حکمتونو دده (قُرْآنًا عَرَبِيًّا) دادلیل دی په دی خبره باندی چه په قرآن کښی عجمی الفاظ نیشته - دارنگ که عجمی په کښی وی نومعلومه به شی چه اللّه تعالٰی په دغه ځای کښی دعربی لفظ نه عاجز وو اودعجز نه خو اللّه تعالٰی پاک دی اوکوم چه د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه قسطاس، سجل وغیره الفاظ عجمی دی دهغی مقصد دادی چه دا الفاظ دعربو نه عجمو ایزده کړل اوبیا عربو نه استعمالول اوپه عجموکښی مشهورشول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل