إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ
مگرهغه څوک چه ستارب په هغوئ رحم اوکړی اوددی دپاره ئی دوئ پیدا کړی دی اوپوره شوی ده فیصله درب ستا خامخابه ډک کړم جهنم لره دپیریانو او انسانانونه په یوځای -
ددی نه مراد مؤمنان مؤحدین دی چه په دوی کښی اختلاف دعقیدی او اصولی اختلاف نیشته - اوفرعی اختلاف په حقیقت کښی اختلاف نه دی بلکه حقیقت اوفراخی ده (رَحِمَ رَبُّكَ) مراد درحمت نه توفیق دهدایت او دحق دی (وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ) اشاره ده اختلاف او رحمت دواړوته یعنی څوک ئی داختلاف دپاره اوڅوک ئی رحمت دپاره پیداکړی دی اوپه دی کښی اشاره ده تقدیرته (لَأَمْلَأَنَّ) یعنی بغیردانس او جن نه په کښی بل څه نه اچوی - لَأَمْلَأَنَّ، تفسیر د كَلِمَةُ، دی اودا دلیل دی چه دجهنم او دجنت دپاره دانسانانواودجناتوتقدیروړاندی شوی دی اوپه دی کښی ډیراحادیث صحیحه راغلی دی او الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ نه مراد هغه مختلفین دی -