هود ۱۱۸

وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ

اوکه غوښتلی ستارب خامخا گرځولی به ئی وی خلقولره یوه ډله اوهمیشه به دوی اختلاف کوونکی وی -

په آیت کښی اشاره ده دی ته چه دمصلحینوکار د اللّه تعالٰی دمشیت نه بغیر فائده نشی ورکولی هرکله چه اللّه تعالٰی اراده ددی نه ده کړی چه ټول خلق په یودین جمع شی ددی وجی نه خلق په مختلفو دینونو په ډلو کښی تقسیم شوی دی اومراد ددی اختلاف نه اختلاف دباطل پرستودی په کورنئ کښی چه هره ډله په باطله باندی وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل