وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ
او نه دی ستا رب چه هلاک کړی کلووالا په وجه دظلم دهغوی اوحال داچه اوسیدونکی دهغی اصلاح کوونکی دی -
په دی آیت کښی ددعوت دکولوفائده ئی ذکرکړه ځکه چه مصلحین نه مراد دعوت حق کوونکی دی یعنی عادت الٰهیه جاری دی چه څوپوری په یوکلی کښی دعوت کوونکی موجود وی نوهغه کلی لره دهغوی شرک وغیره په وجه باندی عذاب نه ورکوی داسی په سورة انعام (۱۳۲) کښی هم تیرشوی دی - نود أَهْلُهَا نه مراد بعضی اهل دی یعنی دعوت کوونکی دحق اوبعضومفسرینولیلکی دی چه مراد اهل نه کافران دی اومراد مصلحون نه اصلاح کول دمعلاملاتودی یعنی داچه صرف په شرک باندی عذاب استیصالی نه ورکوی تردی پوری چه هغوی ظلمونه شروع کړی -