فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ
پس ولی نه وو دهغه پیړونه چه ستاسو نه پخواوی پوهی والا خلق چه منع ئی کوله دگناهونونه په ځمکه کښی مگرلږکسان دهغه کسانونه چه بچ کړل مونږ هغوئ ددوی نه او اولږیدل هغه کسان چه ظلم کړی وو (په مینه) دهغه مال کښی چه مست کړی شویؤ و په هغی کښی اودوئ وو جرمونه کوونکی -
هرکله چه تیرشوی آیتونو کښی ددعوت کوونکی ذمه واری ئی ذکر کړه نوپه دی آیت کښی ددعوت پری خودلو ناکاره نتیجه ذکر کوی چه سبب دعذاب دی - یعنی په تیرشوو قومونو عذابونه ددی وجی نه راغلل چه دهغوی هوښیارو خلقو نهی عن المنکر نه کوله اوکومو لږ کسانو چه کوله هغه اللّه تعالٰی ددوی نه بهرویستل (أُولُو بَقِيَّةٍ) په معنیٰ دخیراو فضل (علم) او اصحاب الرائ دی (وَاتَّبَعَ الَّذِينَ) دا دوهم سبب دعذاب دی -