وَكُلًّا نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءَكَ فِي هَذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ
اوهریولره بیانوو مونږپه تاباندی دخبرونودرسولانونه هغه چه کلکوو په هغی سره زړه ستا اوراغلی دی تاته په دی قصوکښی حق بیان اونصیحت اویاداشت دپاره دمؤمنانو -
هرکله چه مخکښی آیت کښی اختلاف اوبیا تخویف بیان شو نودی آیت کښی دفع دعذر د خلقو کوی په رالیږلو درسولانوسره اوپه دی آیت کښی ئی دقصو درسولانوڅلور فائدی بیان کړی دی - اول تثبت دزړه په ذکردمصائیبو دانبیاؤ سره - دوهم الْحَقُّ، یعنی توحید صحیح عقیدی اواعمال - دریم مَوْعِظَةٌ، یعنی تخویف اوزجردمنهیاتونه - څلورم ذِكْرَى، یعنی اداب او طریقی ددعوت کولو اوهرکله چه په دی سورة کښی داقصی تیری شوی دی نوځکه ئی دلته دهغی فائدی ذکرکړی -