هود ۱۱۳

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ

او مه کږیږئ‌ هغه کسانوته چه ظلم ئی کړی دی پس اوبه رسی تاسوته اور اونه به وی تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک بچ کوونکی دوستان بیابه مددهم نه شی کیدی تاسوسره -

په دی آیت کښی په استقامت باندی دباقی پاتی کیدلو دپاره ئی منع اوکړه دمیلان کولونه ظالمانوته اودا دریم ادب دداعی دی او ددی نه مراد دادی چه مشرکانو مبتدعینو اودهریانو او دنیاپرستو اشرارو سره شرکت په مجلوسونوکښی او مخالطت او دوستانه مه کوئ - دا سبب دعذاب الٰهی دی - رکون نه مراد دادی چه ظالمانوطرف ته داسی مائیل شی چه دهغوی دگناه اثرپه تاکښی ښکاره شی او دهغوی دگناه تائید اوکړی شی ځکه رکون دلالت کوی په تقویت باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل