فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
پس ټینگ اوسه (په دین) لکه څنگه چه تاته حکم کړی شوی دی اوهغه څوک (هم) چه گرځیدلی دی (اللّه تعالٰی ته) ستاپه تابعدارئ کښی اودحد نه مه تیریږئ یقیناً اللّه تعالٰی ستاسو عملونولره ښه لیدونکی دی -
ددی آیت نه تر اخر دسورة پوری دریم باب دی په دی کښی تشجیع او تسلی ده رسول او دعوت کوونکوته په پنځه امورو سره - دری اوامراودری نواهی، بیا سبب دعذاب بیان کړی شو، بیا حکمت دعذاب دروستوکیدلو بیان شو بیا زجراوتخویف دی، بیافائدی دقصودانبیاؤ بیان شوی دی بیابرائت او آخری آیت خلاصه دسورة ده - په دی آیت کښی اول امرداستقامت دی نبی ﷺ ته اوبیا امت ته اوبیا نهی دطغیان نه ځکه چه طغیان منافی داستقامت دی او استقامت د اللّه تعالٰی په ټولو حکمونوباندی پوره عمل کول دی په داسی طریقه چه دهغی نه یوخوا بل خوا نه اوړی او (كَمَا أُمِرْتَ) کښی دا فائده ده چه استقامت د اللّه تعالٰی دامر په مطابق په کاردی دپاره ددی چه په شرک او بدعت اوناروا کارونوپوخ اودریدل ددی نه بهرشی - اواستقامت شرعی ډیرگران کاردی ددی وجی نه د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه (شَیبَّتنی سورة هود واخواتها) زه سورة هود او ددی په شان سورتونو بوډا کړم -
فائده: هرکله چه صحابه او نور امتیان په استقامت کښی نبی ته نه شی رسیدلی ددی وجی نه هغه ئی په طریقه دعطف سره ذکرکړل - اوطغیان نه مراد دحد شرعی نه تجاوز کول دی - او هغه په شرک اوبدعت سره کیږی نودهغی نه ئی منع اوکړه -