هود ۱۱۱

وَإِنَّ كُلًّا لَمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَالَهُمْ إِنَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

اویقیناً هریو ددوی نه هرکله (چه پورته کړی شی) نوپوره به ورکړی دوی ته رب (بدله) دعملونو ددوئ یقیناً اللّه تعالٰی ددوئ په عملونوخبردار دی -

دا جواب دبل سوال دی هرکله چه دوئ له عذاب په دنیا ورنکړی شونودوی به معاف وی - جواب اوشوچه په ورځ دآخرت به هریوله پوره عذاب او جزا ورکیدی شی - (ترکیب) كُلًّا، اسم دی د إِنَّ دپاره او لَمَّا شرطیه دی شرط ئی پټ دی یُبعثنَّ او لَیوفینهم، ئی جزاده - شرط دجزا نه خبردی د إِنَّ دپاره، اوپه بل قراءة کښی لَمَّا په تنوین سره دی په معنیٰ د جمیعاً نوتاکید دی دی د كُلًّا او لَیوفینهم خبردی د إِنَّ دپاره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل