هود ۱۱۰

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ

او یقیناً ورکړی وو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب (تورات) نواختلاف اوکړی شو په هغی کښی اوکه نه وی نیټه (دعذاب) چه مخکښی کړی شوی ده دطرف درب ستانه خامخا فیصله به شوی وه په مینځ ددوی کښی اویقیناً دوی په شک کښی دی ددی نه چه کلک شک دی -

دا جواب دبل سوال دی چه دا شرک باطل اوبی دلیله دی نودوی ته عذاب ولی نه راځی؟ دجواب حاصل دادی چه داسی بنی اسرائیلو هم په کتاب د اللّه کښی اختلاف کړی وؤ څوک مشرک شول او څوک مؤحد لیکن عذاب ترینه روستو شوی وؤ دوجی دحکمت نه (وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ) یومعنیٰ داده چه دغه بنی اسرائیل دوجی داختلاف نه په خپل کتاب کښی ډیرشکیان شول - دوهمه معنیٰ داده چه دغه بنی اسرائیل ددی اختلاف دوجی نه په قرآن کښی شک کوونکی شول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل