هود ۱۰۹

فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِمَّا يَعْبُدُ هَؤُلَاءِ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ آبَاؤُهُمْ مِنْ قَبْلُ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنْقُوصٍ

پس مه کیږه په شک کښی دوجی دهغی چه بندگی ئی کوی داکسان دوی بندگی نه کوی مگرپه شان دهغی چه بندگی کوله مشرانو ددوی ددی نه پخوا اویقیناً مونږبه پوره ورکوو دوئ ته برخه ددوئ‌ چه هیڅ نیمگړی به نه وی -

هرکله چه ویره دمشرکینو اوبشارت دمؤحدینو ذکرشو نودهغی نیتجه داشوه جه شرک باطل دی دهغی په بطلان کښی شک مه کوئ‌ - دآیت دوه مطلبه دی یوداچه په توحید کښی شک مه کوه دوجی دعبادت دمشرکینونه غیراللّه لره ځکه چه ددوی دا عبادت ددوی دمشرانوپه شان بی دلیله دی صرف دتقلید په طورسره دی، دوهم داچه شک مه کوه په بطلان دعبادت کولو دغیراللّه کښی (وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ) دا جواب دسوال دی هرکله چه داشرک باطل او بی دلیله کاردی نودی مشرکانوته به روزی اومالونه وغیره نه ملاویدلی؟ جواب اوشو چه دی دنیا کښی ددوی حصه ده په طریقه دابتلاء‌ به دوی ته ورکیدی شی یا د نصیب نه مراد حصه ددوی ده د عذاب نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل