هود ۱۰۸

وَأَمَّا الَّذِينَ سُعِدُوا فَفِي الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ

اوهغه کسان چه نیک بخت کړی شوی دی نو (اول نه به داخلیږی) په جنت کښی همیشه به وی په هغی کښی ترڅوپوری چه وی آسمانونه اوځمکه (دهغه وخت) مگرهغه کسان چه اوغواړی ستا رب بخشش دی بی انتهاء -

په دی ایت کښی بشارت دی (سُعِدُوا) دمجهول په صیغه سره اشاره ده چه سعادت صرف په فضل د اللّه تعالٰی سره خاصلیږی (إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ) ددی نه مراد هغه گنهکارمؤمنان دی چه معاف نکړی شی نوهغوی به ابتداء نه جنت ته داخل نه کړی شی څه وخت روستوبه ئی داخل کړی نودا استثناء‌ ده ددی نه ففی الجنة ای یدخُلُون فی الجنة ابتداءً الا المؤمنین العصاة - یعنی نیک بخت خلق به اول سر نه جنت ته داخلیږی مگرگنهگار مؤمنان (عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ) کښی اشاره ده چه د إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ - دا مطلب نه دی چه دجنت ته داخلیدلونه روستو بیا راوزی یعنی څوک چه یوځل جنت ته داخل شی نو بیا به ترینه بهر نه راوزی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل