هود ۱۰۷

خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ

همیشه به وی دوئ په هغی کښی څوپوری چه وی آسمانانونه او ځمکه (دهغه وخت) مگرهغه کسان چه اوغواړی رب ستا یقیناً ستارب کوونکی دهغه کاردی چه اوغواړی -

آسمانونه اوځمکه دقیامت مراد دی په دلیل دآیت سورة ابراهیم (۴۸) اوهغه اسمانونه او ځمکه همیشه به وی (إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ) نه مراد مؤمنان گنهگاردی چه معاف نه شی او جهنم ته ئی داخل کړی څه وخت دپاره بیابه ئی را اوباسی نودادخَالِدِينَ نه استثناء ده - یا ددی نه مراد نورقسمونه دعذاب دجهنم دی سیوا د اورنه لکه زمهریراو خوراک او څښکاک په جنهم کښی - نودا دالنار نه استثناء ده (إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ) کښی اشاره ده چه په اللّه تعالٰی څوک اعتراض نشی کولی - اونه دهغی دارادی نه خلاف کیدی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل