هود ۱۰۶

فَأَمَّا الَّذِينَ شَقُوا فَفِي النَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ

پس هغه کسان چه بدبخت دی نودوئ به په اور کښی وی دوئ لره به په هغی کښی اسویلی او هیړار وی -

په دی کښی تخویف اخروی دی یوی ډلی ته - شقی هغه دی چه نافرمانی د اللّه تعالٰی اودرسول نه ئی کړی وی یا فاسق وی یا مشرک اوکافروی (زَفِيرٌ) ساه راښکلوته وائی په وخت دغم او افسوس کښی او شَهِيقٌ دغه ساه ویستلوته وائی چه په زورسره وی - اودا دواړه آوازونه دخرو په آوازکښی ښکاره موجود وی - دارنگ زفیرآواز دمرئ‌ دی اوشهیق آواز دسینی دی اوزفیرسخت آواز دی اوشهیق په دمه آواز دی اوداټول دلالت کوی په ډیرغم باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل