وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ
اوپابندی کوه دمونځونو په دواړه طرفونود ورځی اوپه اولنی ساعتونو د شپه کښی یقیناً ښه عملونه بوزی بدولره دا نصیحت دی دپاره دنصیحت قبلؤنکو -
په دی آیت کښی امردمونځونو کولو دی په پنځه اوقاتوکښی اودهغی دوه فائدی ئی بیان کړی دی اوداڅلورم ادب دی طَرَفَیْن دورځی نه مراد صبا او ماځیگردی او ماسپخین په کښی هم داخل دی ځکه چه طرف نصف ته هم وئیلی کیدی شی او (زُلَفًا) کښی ماښام او ماسخوتن داخل دی - زلف نزدیکت ته وائی یعنی هغه حصی دشپی چه ورځی ته نزدی وی اول داچه نمرپټ شی دوهم داچه شفق پټ شی (إِنَّ الْحَسَنَاتِ) په دی کښی اوله فائده ذکرکوی هغه داچه مونځونه په ښائسته طریقه کولوسره گناهونه معاف کوی او دگناهونونه بچ کول دی اودبدو صفتونو او نومونونه ساتنه کوی (ذَلِكَ ذِكْرَى) دا دوهمه فائده ده چه مونځ کوئ دا ذکردی او نصیحت دپاره مجموعه ده او دیاداشت د اللّه تعالٰی دپاره ذریعه ده -