هود ۹۵

كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا أَلَا بُعْدًا لِمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ

لکه چه نه وو دیره په هغی (ځای) کښی خبرشئ تباهی ده دمدین والولره لکه چه تباه شول ثمودیان -

په دی آیت کښی تشبیه دعذاب دقوم دشعیب علیه السلام ده دعذاب دثمود سره دوجی دمشابهت دعذاب صیحه او رجفه نه په دواړوباندی یا ددی وجی نه چه دواړه په عرب کښی داخل وؤ - په آیت (۶۷) کښی اخذ مذکردی اوپه دی آیت (۹۴) کښی اخذت مؤنث دی؟ مذکر ددی وجی نه چه صیحه په تاویل دصباح سره ده او د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه صیحه دثمود د ځمکی نه وه اوصیح دقوم دشعیب علیه السلام د آسمان نه وه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل