هود ۹۶

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ

اویقیناً اولیږلو مونږ موسیٰ علیه السلام لره په معجزاتو خپلو اوپه دلیل ښکاره سره -

ددی نه اوومه واقعه د موسیٰ علیه السلام مختصرده ځکه چه په سورة یونس کښی په تفصیل سره بیان شوه - ددی تعلق دسورة ددریمی دعوی سره دی - یعنی شجاعت د موسیٰ علیه السلام په مقابله دفرعون کښی یاد کړئ‌ - (بِآيَاتِنَا) آیَات، معجزات عامه د موسیٰ علیه السلام (سُلْطَانٍ مُبِينٍ) خاص معجزه دعصا مراد ده یا هغه رعب مراد دی چه موسیٰ علیه السلام له ورکړی شوی وؤ - اوفرعون تری نه ویره کوله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل