هود ۹۴

وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ

اوهرکله چه راغی حکم دعذاب زمونږ بچ کړو مونږشعیب علیه السلام اوهغه چاچه ایمان ئی راوړی وؤ دهغه په ملگرتیا کښی په وجه د رحمت زمونږ او اونیو ظالمانولره هیبت ناکی چغی پس شول په خپلوکورونوکښی پړمخی پراته مړی (فناشول) -

په دی آیت کښی ذکردنجات د شعیب علیه السلام او دمؤمنانودی اوسبب دهغی رحمت د اللّه تعالٰی دی اوذکردعذاب دی په منکرینوباندی - سوال: قصه دعاد اومدین کښی (وَلَمَّا جَاءَ) په واؤ سره اوپه قصه دثمود او قوم لوط کښی په حرف د فاء سره ولی ذکرکړی دی؟ جواب په قصه دثمود اودقوم لوط کښی ذکردوعدی دعذاب تیرشوی دی وَعدغیرمکذوب او موعدهم الصبح نوهغه په منزله دسبب دی نوفاء ئی ذکرکړیده اوپه قصه دعاد او مدین کښی ذکردوعدی مخکښی نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل