هود ۹۳

وَيَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ وَارْتَقِبُوا إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ

اوای قومه ځما کار کوئ په خپله طریقه اوطاقت باندی یقیناً‌ زه هم کارکوونکی یم (ددعوت) زر دی چه تاسوبه پوهه شئ‌ چه څوک دی چه راځی هغه ته عذاب چه رسوا به ئی کړی اوڅوک دی هغه چه دروغژن وی او انتظار کوئ زه هم تاسوسره انتظار کوونکی یم -

په دی آیت کښی اعلان برائت دی دقوم نه اوتخویف دعذاب دی په حکیمانه طریقی سره - (مَكَانَتِكُمْ) مکانت هغه حالت ته وئیلی شی چه انسان په هغی کښی په کارکولوباندی طاقت لری - (سَوْفَ) په دی کښی حرف د فاء ئی نه دی ذکرکړی اشاره ده چه استیناف بیانی دی (وَارْتَقِبُوا) ارتقاب کښی مبالغه ده په نسبت دانتظار ځکه چه په دی کښی معنیٰ دحفاظت هم مراد ده سره دانتظار نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل