قَالَ يَا قَوْمِ أَرَهْطِي أَعَزُّ عَلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَاتَّخَذْتُمُوهُ وَرَاءَكُمْ ظِهْرِيًّا إِنَّ رَبِّي بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ
ده اوئیل ای زما قومه آیا زما خاندان ډیرعزتمند دی په تاسوباندی د اللّه تعالٰی نه اوگرځولوتاسو هغه لره روستو دځان نه شاته غورزولی شوی یقیناً رب ځما په هغه کارونو چه تاسوئی کوئ راگیروونکی دی -
دازورنه ده دطرف دشعیب علیه السلام نه دقوم په دریمه جمله باندی یعنی باطل پرست قوم د اللّه تعالٰی لحاظ نه کوی بلکه دمخلوق لحاظ کوی او د اللّه تعالٰی نه نه ویریږی او د خلقونه ویره کوی (ظِهْرِيًّا) منسوب دی ظهرته اوظاء باندی زیر دوجی دنسبت نه دی او (وَرَاءَكُمْ) په ډیرروستووالی باندی دلالت کوی -