قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ
دوی اوئیل ای شعیب علیه السلام نه پوهیږو مونږپه ډیروهغه خبرو چه ته ئی وائی اویقیناً مونږ خامخا وینو تالره په مونږ کښی کمزوری اوکه ستا خاندان نه وی نومونږبه سنگسارکړی وی اوته نه ئی په مونږباندی عزتمند -
په دی آیت کښی تکذیب دی دطرف دقوم نه په طریقه دتوهین اودبی ادبئ سره - په څلورو طریقوسره ئی دهغه توهین کړی دی - اوله جمله هم ددوی نه په طریقه دسپکوالی ده ځکه دوی خو دهغه په ژبه باندی پوهیدل اوبیا هم وائی (مَا نَفْقَهُ) دوهمه جمله کښی د ضعیف نه مراد دادی چه ته یواځی ئی ملگری دی نیشته - یاداچه ددنیا په مصلحت او سیاست نه پوهیږی لکه چه اوس هم دنیاپرست خلق حق پرستوته وائی چه تاسوپه سیاست نه پوهیږئ -