وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ
اوبخنه اوغواړئ درب خپل نه بیا توبه ورته اوباسئ یقیناً رب ځما رحم کوونکی دی مینه کوونکی دی -
په دی آیت کښی ترغیب دی اوآیت کښی لف و نشرمرتب دی یعنی استغفار غواړئ نو اللّه تعالٰی به درباندی رحم اوکړی اوتوبه اوباسئ نو اللّه تعالٰی به درسره محبت او مینه اوکړی حدیث شریف کښی راځی شعیب علیه السلام خطیب الاانبیاء وؤ ځکه دهغه په دعوت کښی ددعوت ټولی طریقی شته -