وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِنْكُمْ بِبَعِيدٍ
او ای قومه زما سبب دی جوړنه شی تاسولره دشمنی ځما سره ددی خبری چه اورسیږی تاسوته عذاب په شان دهغه چه رسیدلی دی قوم دنوح علیه السلام یاقوم دهود علیه السلام یاقوم د صالح علیه السلام ته اونه دی قوم دلوط علیه السلام ستاسونه څه لری -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په ذکردعذاب دتیرشوو قومونو - اوپه آیت کښی تقدیردعبارت دی - لایحملنکم شقاقی علی ترک الایمان فیصیبکم الایة - اجرام معنیٰ ده په جرم باندی باعث کیدل (بِبَعِيدٍ) یومعنیٰ داده چه قوم دلوط علیه السلام ستاسونه لری نه دی (بِبَعِيدٍ) دالفظ په قوم باندی حمل کیدل صحیح دی ځکه چه دادمذکراومونث دواړو دپاره استعمالیږی یالفظ د اهلاک دقوم نه مخکښی مقدردی -